ډېر لوستل شوي

هلمند کې د غلا په تور نهه کسان نیول شوي

د هلمند امنیتي چارواکي وايي، تېره ورځ د لښکرګاه ښار په شپږمې امنیتي حوزې سربېره په نوزاد او سنګین ولسوالیو کې نهه تنه د غلا د بېلابېلو قضیو په تړاو نیول شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، نیول شویو کسانو په بېلابېلو غلاوو کې لاس درلود او له دوی څخه یو میل تفنګچه، یو پسه، درې عرادې موټرسایکلونه او ګڼ نور توکي هم ترلاسه شوي دي.
چارواکي وايي، نیول شوي کسان دا مهال د کشفي ارګانونو تر پلټنو لاندې دي او له دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته ور وپېژندل شي.
د ويلو ده، چې د کورنيو چارو وزارت اړوند امنيتي ځواکو تر دې وړاندې هم د مرکز کابل په ګډون ګڼو ولايتونو کې د بېلابېلو غلاوو په تړاو په لسګونه کسان د قانون منګولو ته سپارلي دي.

اړوند خبرونه