ډېر لوستل شوي

” نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره مرستې سیاسي نه کړي او عملي اقدامات وکړي”

د افغانستان اسلامي امارت د سکټوري وزارتونو او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پنځمه غونډه ترسره شوې ده.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په غونډه کې څرګنده کړې چې نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره بشري مرستې د سیاسي ګټو لپاره ونه کاروي او عملي اقدامات دې وکړي.

ښاغلي متقي په همدې ترڅ کې د پاکستان پر کړنو هم نیوکه کړې او زياته کړې يې ده، چې افغانان په داسې حال کې له خپلو کورونو بې ځایه کېږي چې هېواد ته د هغوی د راستنېدو لارې تړلې دي.

د بهرنيو چارو وزير ټینګار کړی، چې د افغانانو د حقونو د خوندي کولو او د بشري وضعیت د ښه کولو لپاره نړیواله ټولنه باید عملي او بې‌‌پرې اقدامات وکړي.

اړوند خبرونه