ډېر لوستل شوي

“اسلامي امارت د کورنيو تولیداتو پراختیا او ځان‌بساینې ته جدي پاملرنه کوي”

د رياست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، چې اسلامي امارت د هېواد د کورنيو تولیداتو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي، څو صادرات زیات، اقتصادي ستونزې کمې او د خلکو لپاره نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.

ښاغلي حنفي په اقتصادي برخه کې «ځان‌بساینې» موضوع خورا مهمه او اساسي بللې او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د اميد راډيو خبريال د «پانګونې په جذب کې د اسلامي امارت پالیسي» په سیمينار کې د اداري مرستیال له قوله ويلي، د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا به د هېواد اقتصاد ته ثبات، د صادراتو د زیاتېدو زمینه او د افغانانو لپاره د عاید باثبات سرچینې برابرې کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، چې اسلامي امارت له هېڅ هېواد سره د جګړې اراده نه لري، خو د نورو د هر ډول تېري پر وړاندې د هېواد دفاع خپل مشروع حق بولي.

اړوند خبرونه