د اسلامي امارت مشرتابه په کندهار کې د افغانستان د ټولو ولایتونو د فقهي مجالسو د مسوولینو، غړو او علماوو لپاره په جوړ شوي دوهورځني روزنیز سیمینار کې ګډون او وینا کړې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت په اېکسپاڼه لیکلي چې د ا.ا مشرتابه په خپلو خبرو کې د علم پر ترلاسهکولو ټینګار کړی او د فقهې علم ارزښت یې بیان کړی دی.
“د فقهې علماء د ﷲ جل جلاله او رسول ﷲ ص په نزد پر نورو خلکو امتیاز لري او په خلکو کې یې د خیر خلک یاد کړي دي، ﷲ تعالی یې درجه لوړه کړې ده.”
سرچینې لیکلي چې د اسلامي امارت مشرتابه همداراز سپارښتنه کړې چې مسوولینو دې د یو او بل مخالفت نه کوي، او همداراز دې د خلکو په منځ کې د اختلافاتو د پایتهرسولو کوښښ وکړي.
ملا حمدالله فطرت همداراز د اسلامي امارت د مشرتابه له قوله لیکلي چې علماء او مسوولین دې د اسلامي امارت لخوا صادر شوي فرمانونه اول پر ځان عملي کړي او وروسته یې دې خلکو ته بیان کړي.
“فرمانونه او قوانین خلکو ته ورسوئ، په فرامینو خلک پوه کړئ، حیثیت او ارزښت یې ورته بیان کړئ.”

