ډېر لوستل شوي

د افغانستان رییس الوزرا حکومتي ادارو ته: د پانګونې په جذب کې ټولې هڅې او امکانات په کار واچوئ

د افغانستان رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند «د پانګونې په جذب کې د اسلامي امارت پالیسي» تر سرلیک لاندې علمي- څېړنیز سیمینار ته په خپل پیغام کې ډاډ څرګند کړی، چې اسلامي امارت ژمن دی، د پانګه‌والو لپاره روڼ، باوري، اسانه او د نړېوالو معیارونو مطابق چاپېریال رامنځته کړي.

رییس الوزرا ویلي، موږ باور لرو چې د خصوصي سکتور ځواک، نوښت او پانګونه د هېواد په اقتصادي ثبات کې مهم نقش لرلی شي.

نوموړي د حکومت په اړوندو ادارو او سکټورونو غږ کړی: “په دې لاره کې ټولې هڅې او امکانات په کار واچوئ، ترڅو د افغان پانګوالو ترڅنګ بهرني پانګوال هم د انرژي، زراعت، مالدارۍ، برېښنا، کان کېندنې، سړکونو او لویو لار ته ورته په بېلابېلو زیربناوو کې د رغونې او پرمختګ لپاره د هېواد د ملي ګټو او اقتصادي ودې په موخه راجذب او په دې برخه کې رغنده رول ترسره کړي.” د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار پانګوالو او خصوصي سکټور ته د ستونزو حل او دې برخه کې د خپل پراخ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه