په علومو اکاډمۍ کې د «پانګونې په جذب کې د اسلامي امارت پالیسي» تر سرلیک لاندې علمي څېړنیز سیمینار ته د رييسالوزرا ملا محمد حسن اخند په استول شوي پیغام کې پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې، کارموندنې پراختیا او د تولیدي سکتور د پیاوړتیا بنسټیز رکن بلل شوی دی.
په دې پيغام کې راغلي، چې اوس په افغانستان کې د پانګونې د جذب لپاره روڼ او باوري چاپېريال رامنځته شوی او په دې برخه کې هېواد د اقتصادي ودې لپاره بهرنیو مستقیمو پانګو ته اړتیا لري، او اسلامي امارت د پانګونې د جذب لپاره پراخې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د رییس الوزرا په وينا، په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی، د ویزو، مالي انتقالاتو او اداري چارو ستونزې تر ډېره حل شوې او د جوازونو په ورکړه کې روڼتیا رامنځته شوې ده.
نوموړي پر اړوندو ادارو غږ کړی چې د انرژۍ، زراعت، کانونو، لارو، برېښنا او نورو زیربنایي برخو په ګډون د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د راجلبولو لپاره هڅې لا پیاوړې کړي. ملا محمد حسن اخند په خپل پيغام کې زیاته کړې چې اسلامي امارت د پانګهوالو لپاره د نړیوالو معیارونو مطابق خوندي او د باور وړ چاپېريال ته ژمن دی.

