ډېر لوستل شوي

چین او تاجیکستان په ګډه د افغانستان په بيا رغونه کې مرستې ته چمتووالی ښودلی

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي تاجیکستان ته په سفر کې له خپل تاجیک سیال سراج‌الدین مهرالدین سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان د دواړو هېوادونو ګډ ګاونډی دی او بیجینګ چمتو دی له دوشنبې سره په ګډه د افغانستان د سولې، ثبات او بیارغونې لپاره کار وکړي.

وانګ یي ټینګار کړی، چې د چین او تاجیکستان دوه اړخیزې اړیکې لا د پياوړتيا په حال کې دي او دواړه هېوادونه د سیمه‌ییزو امنیتي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره ګډې هڅې کوي. د چین د بهرنیو چارو وزیر د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره هم په کتنه کې د سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي اړیکو او د ګډو پروژو پر پراختیا خبرې کړې دي.

اړوند خبرونه