د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستاني رژيم له لوري د تېرې شپې بریدونه غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه ليکلي: “د ملکیانو په نښه کول او د پراخې جګړې احتمال د دواړو هېوادونو په تاوان دی او ستونزه نه شي حلولی.”
نوموړي څرګنده کړې چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ترکیې یو پلاوی پاکستان او ښايي افغانستان ته سفر وکړي، او بیا به په انقره کې د څلورو هېوادونو؛ قطر، ترکیه، افغانستان او پاکستان ګډ څارونکی مرکز پرانیستل شي. د خلیلزاد په وینا، دغه مرکز به یوازې څارنه نه، بلکې د هر ډول ادعاوو او راپورونو د ثبتېدو پر مهال به د ستونزو د حل هڅه هم کوي.

