ډېر لوستل شوي

د اسلامي امارت غبرګون؛ پاکستان ته به مناسب وخت کې لازم ځواب ورکړو

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د افغانستان پر خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي او ګواښ یې کړی، چې پاکستان ته به مناسب وخت کې لازم ځواب ورکړو.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې د تېرې شپې بریدونه د افغانستان د حريم نقض او د پاکستانۍ ادارې لخوا له ټولو منلو شوو نړېوالو نورمونو سره صريح ټکر دی.

د اسلامي امارت ویاند پر اېکس پاڼه لیکلي: “له خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو څخه دفاع خپل شرعي حق بولي او پاکستان ته به په مناسب وخت کې لازم ځواب ورکړي. ان شاءالله وما ذالک علی الله بعزیز.” د یادونې وړ ده، چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض او د هېواد درېیو ولایتونو کې یې د ملکي خلکو پر کورونو بمبار وکړ.

اړوند خبرونه