ډېر لوستل شوي

هوتک: پاکستان د خپلو ناکاميو غچ له مظلومو افغانانو اخلي

د سياسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک د پاکستان پوځي رژيم وروستي بريدونه په قطر کې د تړون نقض بولي او وايي چې پاکستان د خپلو ناکاميو غچ له مظلومو افغانانو اخلي.

ښاغلي هوتک له اميد رايډو سره په خبرو کې ويلي، پاکستان په دې کار سره د يوې لويې جګړې رامنځته کېدو هڅه کوي چې دا نه يوازې دواړو هېوادونو ته، بلکي د سيمې لپاره هم خطر بلل کېدی شي.

هوتک زياته کړې، پاکستان دا بريدونه د «ټي‌ټي‌پي» په ضد ګڼي، خو په وينا يې چې دا هوايي بريدونه يې په افغانستان کې د عامو وګړو پر کورونو کړي دي. دا په داسې مهال ده، چې د پاکستان پوځي رژيم ‏تېره شپه ۱۲ بجې د پکتيکا او کونړ ولايتونو ترڅنګ د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ مغلګۍ سیمه کې د یو تن ملکي ځایي اوسېدونکي په کور بمبار کړی.

اړوند خبرونه