ډېر لوستل شوي

څمکنی: افغان حکومت به د خلکو په ملاتړ د پاکستان برید ته قوي ځواب ورکړي

د سياسي چارو شنونکي ډاکتر معين‌ګل څمکني د پاکستان پوځي رژيم وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان حکومت به د عامو خلکو په ملاتړ دې برید ته قوي او غوڅ ځواب ورکوي.

نوموړي اميډ راډيو ته دا برید د پاکستان د پوځي رژیم «پوچه اراده» بللې او ټینګار یې کړی چې د اسلامي امارت دفاعي ځواکونه به له عامو وګړو سره په ګډه د دغه برید مقابلې ته چمتو وي. دا په داسې مهال ده، چې د پاکستان پوځي رژيم ‏تېره شپه ۱۲ بجې د پکتيکا او کونړ ولايتونو ترڅنګ د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ مغلګۍ سیمه کې د یو تن ملکي ځایي اوسېدونکي په کور بمبار کړی.

اړوند خبرونه