ډېر لوستل شوي

افغانستان او تاجيکستان د امنیتي او سرحدي همکاريو د پیاوړتیا پر دوام هوکړه کړې

د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د افغانستان او تاجيکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، سرحدي وضعیت او امنیتي همغږۍ په اړه بحث کړی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي ويلي، په دې وروستيو کې دواړو هېوادونو د باور فضا رامنځته کړې، خو ځينې کړۍ هڅه کوي دغه مثبت بهير زیانمن کړي.

ښاغلي متقي په تاجيکستان کې وروستۍ امنیتي پېښې او د چینایي اتباعو مرګ ژوبله د غندنې وړ بللې او د ګډو امنیتي همکاریو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

د تاجيکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین د دواړو هېوادونو تاریخي او کلتوري نژدې‌والی یاد کړی او د سرحدي همغږۍ د پیاوړتیا ملاتړ یې څرګند کړی دی. د ويلو ده، چې دواړو لوريو د سرحدي ځواکونو د منظمو اړيکو، د ګډو امنیتي کمېټو او تخنیکي ناستو د دوام پر سر هوکړه هم کړې ده.

اړوند خبرونه