د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمدنعیم په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره لیدلي او په دې کتنه کې د افغانستان او تاجيکستان پر پوله د وروستۍ امنیتي پېښې تر څنګ د افغانستان او چین پر اړیکو خبرې شوې دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې دوکتور محمدنعیم د سرحدي پېښې په تړاو خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د موضوع د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي. هغه دغه پېښه د هغو کسانو هڅه بللې چې د هېوادونو ترمنځ د باور او همکارۍ په له منځه وړلو پسې دي.
د چین سفیر د پېښې په تړاو د اسلامي امارت له جدي اقداماتو مننه کړې او ټینګار یې کړی چې د دې ډول پیښو تر شا کسان هڅه کوي د کابل او بیجینګ ترمنځ اړیکې ګډوډې کړي.
د ويلو ده، دواړو لوریو د دايمي همکاریو، سیمهییز ثبات او د ښهګاونډیتوب د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.

