د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هند له لومړي وزير نريدرا مودي سره په کلنۍ سرمشريزه کې د ګډون په موخه نوي ډيلي ته رسېدلی دی.
د نيو يارک ټايمز راپور له مخې، دا لیدنه د دواړو هېوادونو د اوږدمهاله ستراتیژیک ګډون د پیاوړتیا په توګه یادېږي.
تمه کېږي چې پوتین او مودي به په خپلو دفاعي همکاریو، د وسلو پر معاملاتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا پر لارو بحث وکړي.
په دې راپور کې دغه راز راغلي، دواړه لوري به د یو شمېر نويو تړونونو اعلان هم وکړي، چې موخه یې له هند څخه روسیې ته د کارکوونکو د تګ اسانتیا او اقتصادي همکاري پراخول دي.

