ډېر لوستل شوي

مکرون یو ځل بیا له چينه د اوکراین د جګړې په پای ته رسېد کې د همکارۍ غوښتنه کړې

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون بیجینګ ته د خپل سفر پر مهال یو ځل بیا د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ غوښتي چې د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي، خو شي جین‌پینګ ورسره څرګنده ژمنه نه دې کړې.

نيويارک ټايمز د مکرون په حواله ويلي چې د نړۍ مهم ځواکمن هېوادونه باید د سولې په ټینګښت کې ګډ مسوولیت اداکړي.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ، چې د جګړې له پیلېدو راهیسې د لوېدیځو مشرانو له ورته غوښتنو سره مخ دی، یو ځل بیا داسې څرګندونې نه دې کړې چې د اوکراین د جګړې په تړاو د چین د دریځ بدلون ته پکې اشاره شوې وي.

اړوند خبرونه