ډېر لوستل شوي

د م.م امنيت شورا د افغانستان د وضعیت په تړاو ځانګړې ناسته کوي

ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې امنیت شورا به يې د افغانستان د وضعیت په تړاو ځانګړې ناسته وکړي.

يوناما نيوز پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې دا ناسته به د چهارشنبې په ورځ، د ډسمبر په ۱۰مه، د نیویارک پر وخت د سهار په لسو بجو او د کابل پر مهال ۷:۳۰ ترسره شي.

دا ناسته به د افغانستان د اوسني وضعیت، راتلونکو ډیپلوماتیکو بهیرونو او نړيوالو ارزونو په اړه د امنیت شورا بحثونه منعکس کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ياده غونډه به د ملګرو ملتونو د «ویب ټلویزیون» له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شي.

اړوند خبرونه