ډېر لوستل شوي

عبدالحی قانت: پاکستان د افغانستان سوداګریزې لارې د سیاسي فشار په وسیله کاروي

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز رييس عبدالحی قانت د دوحې د فورم په ناسته کې ويلي، د پاکستان حکومت د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز مسیرونه او جغرافیايي لارې د سیاسي فشار په وسیله کاروي.
د ښاغلي قانت په وينا، د پاکستان دا چلند د سیمې اقتصادي ثبات ته ګواښ جوړوي او که ستونزه حل نه شي، د سیمې اقتصاد به له جدي خطر سره مخ شي. هغه ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان باید په ګډه د دې ستونزې د هوارولو لپاره د حل لارې ولټوي.
نوموړي دا وضعیت «لنډمهال بحران» بللی او هیله یې څرګنده کړې چې ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې حل شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، تر هغه چې د پاکستان له حکومته «باوري تضمینونه» ترلاسه نه شي، د افغانستان له لوري به دروازه خلاصه نه شي.

اړوند خبرونه