د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه یو، د اداري فساد پر وړاندې مبارزه وه او په دې برخه کې یې «کوټلي او اغېزمن ګامونه» پورته کړي دي.
ښاغلي فطرت زیاته کړې، حکومت په ادارو کې د فساد، ځمکو د غصب او اختلاس د مخنیوي په برخه کې پر پراخو هڅو بوخت دی او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت هڅه کوي چې د فساد د رېښو د بشپړ پرېکون لپاره اداري پروسې ساده او واضح کړي، څو د ناسمو کړنو مخنیوی لا اسانه شي. مرستيال وياند ټینګار کړی چې که څه هم په انساني ټولنو کې فساد په صفر کچه نه شي کېدای، خو اسلامي امارت هغه پراخ اداري فساد، غصب او اختلاس له منځه وړي چې د «تېر اشغال پر مهال اوج ته رسېدلی و.»

