په دوحه کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې د دې سفارت سرپرست سهیل شاهین د افغانستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارد لیندزي سره کتلي دي.
ياد سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې ناسته کې دواړو لوريو په برېتانیا کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو پر اسانتیاوو او اړتیاوو خبرې کړې دي.
سفارت زیاتوي، دواړو لورويو دغه راز د افغانستان د سیاسي وضعیت، بشردوستانه مرستو، تعلیم او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو هم مفصل بحث او نظر تبادله کړې ده. په قطر کې د افغانستان سفارت دغه لیدنه د هغو دوامدارو هڅو برخه بللې چې موخه یې د افغانانو کونسلي اړتیاوې پوره کول او له نړیوالو سره د تخنیکي او سیاسي اړیکو پراخول دي.

