ډېر لوستل شوي

د امنیت شورا ناسته؛ چین له نړۍ څخه د افغان حکومت سره د ګډې ترهګرۍ ضد مبارزې غوښتنه کړې

بیجینګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له حکومت سره په ګډه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو کونګ ويلي، په تاجیکستان کې څو تنه چيني وګړي د افغانستان له سرحدي سیمو سره نېږدې، وژل شوي دي او اړینه ده چې په دې تړاو جدي څېړنې وشي.
نوموړي د افغانستان او تاجیکستان له لوري د سرحدي کنټرول او نظارت د پیاوړتیا غوښتنه هم کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې په رسمي توګه خبر ورکړی و چې کابل د هر اړخیزو څېړنو او همکارۍ لپاره چمتو دی.
چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ځواکمنو غړو څخه دی او له تېرو څو کلونو يې له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریز تعامل په بې‌سارې کچه پراخ شوی دی.

اړوند خبرونه