د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رييس حافظ ضیا احمد تکل اميد راډيو ته ويلي، که څه هم په تهران کې د افغانستان لپاره د سیمې د ځینو هېوادونو د ځانګړو استازو د غونډې لپاره افغان حکومت ته بلنه ورکړل شوې، خو اسلامي امارت به په دغه غونډه کې ګډون ونه کړي.
د ښاغلي تکل په وینا، د اسلامي امارت د نه ګډون لامل دا دی چې افغانستان دا مهال د شته سیمهییزو سازمانونو او همکارۍ فارمټونو له لارې د سیمې له هېوادونو سره فعالې اړیکې لري او په دې برخه کې یې د پام وړ پرمختګ هم کړی دی.
حافظ ضيا احمد تکل زياته کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت د شته سیمهییزو دریځونو د پیاوړتیا له لارې د سیمهییز تفاهم، باور جوړونې او همکاریو د پراختیا ملاتړ کوي.

