په کابل کې د اذربایجان سفیر «الهام محمدوف» او مل پلاوي د ا.ا اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال، مولوي قدرت الله جمال سره کتلي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې د اذربایجان او افغانستان ترمنځ د سیاسي، سوداګريزو، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا بحث شوی دی.
په کتنه کې ښاغلي محمدوف ویلي چې اذربایجان له افغانستان سره په مذهبي، فرهنګي او نورو برخو کې ګډ مشترکات لري او په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پیاوړتیا غواړي.
بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال ویلي چې هيوادونه د اړيکو د پياوړتیا په اساس پرمختګ کوي، او په وینا یې چې آذربایجان او افغانستان په ډیرو برخو کې ګډ مشترکات لري.
نوموړي له اذربایجان سره په اقتصادي، سیاحتي او فرهنګي برخو کې د اړيکو پياوړتیا د دواړو هیوادونو په ګټه بللې ده.

