په قرغزستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني، په کوربه هېواد کې د قطر دولت د ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون کړی دی.
ياد سفارت وايي، ښاغلي حقاني د قطر سفیر ته د دغه هېواد د ملي ورځې د مبارکي ترڅنګ د افغانستان او قطر ترمنځ یې له دوستانه اړیکو خوښي ښودلې او دغه راز یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا هیله څرګنده کړې ده. د ويلو ده، چې د يادې غونډې په ترڅ کې افغان سفير له یو شمېر سفیرانو او ډیپلوماټانو سره پر دوهاړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

