ډېر لوستل شوي

د تهران غونډې پای؛ په سیاسي او اقتصادي پروسو کې د افغانستان پر ادغام ټینګار شوی

په تهران کې د افغانستان – روسیې د ګاونډیو هېوادونو د استازو غونډه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پایته رسېدلې ده.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې چې په دې غونډه کې د افغانستان پر شتمنۍ د بندیزونو لرې‌کولو غوښتنه شوې، او په سیاسي او اقتصادي پروسو کې د افغانستان ادغام مهم بلل شوی دی.
په تهران کې د دې غونډې ګډونوالو همداراز له افغانستان سره د سیمې هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.
د افغانستان او روسیې د ګاونډیو هېوادونو د استازو غونډه پرون (یکشنبه، لیندۍ ۲۳مه) په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي په خبرو پیل شوه، او نوموړي د افغانستان امنیت په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو هېوادونو له امنیت سره تړلی وباله.
عراقچي ویلي وو چې د افغانستان ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې سټراټیژیکه اړتیا ده.

اړوند خبرونه