ډېر لوستل شوي

د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام ډاډ څرګند کړی

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي نن د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر «بقیت صدیقوف» او مل پلاوي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. 

د ارګ په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر ویلي، هیواد یې لېواله دی چې د الکترونیکي حکومتولۍ، د ارزښتناکو اسنادو چاپ، د بانکي اړیکو رامنځته‌کولو او د الکترونیکي تادیو په برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

نوموړي همداراز د دوه‌اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا د دواړو هیوادونو ترمنځ د ملګرتیا مهم عامل بللی او له افغانانو سره یې د بشري مرستو د دوام ډاډ څرګند کړی دی.

بلخوا مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې اسلامي امارت له قرغیزستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د ادارو د الکترونیکي کېدو او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د بانکي چینلونو رامنځته ‌کول مهم بللي دي.  اداري مرستیال دا هم ویلي چې اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ د ولاړو نېکو اړیکو غوښتونکی دی او هېچاته اجازه نه ورکوي چې له دې هیواد څخه د نورو هیوادونو د امنیت پر ضد ګټه واخلي.

اړوند خبرونه