ډېر لوستل شوي

پخواني برم او ښکلا ته ورګرځېدونکی کابل

کابل له شاوخوا ۲۵۰ کالونو راهیسې د افغانستان پلازمېنه او یو مهم سوداګریز ښار ګڼل کېده. د تاریخ په اوږدو کې کابل نه یوازې له سیاسي او سوداګریز اړخه د ځانګړي اهمیت وړ و، بلکې د خپلې طبیعي او خورا زړه راښکوونکې ښکلا له کبله هم د ښکېلاکګرو او افغاني شاهانو په زړونو کې یې ځای موندلی و. دغه لرغونی ښار پخوا په کاپیلا یا کابورا نومونو هم یاد شوی دی.

د کابل ښار د تاریخ په اوږدو کې ډېرې لوړې ژورې لیدلي او کله کله خو باروتو ددې ښار هر ګل او ونه زندۍ کړې او د کابل ښکلا د باروتو په بدرنګه دود زهرجنه شوې وه.

د کابل د بخت تخت هر وخت هغه وخت اوښتی چې د اشغالګرو لاسونه ورته راغځېدلي او د خپلې ماتې سبببونه یې د کابل د ښار په لولپه کولو کې پټه کړي دي. کابل په خپله سینه نامراده ګوزارونه خوړلي، خو بیا هم په خپل استقامت او عظمت ولاړ دی او لا هم په خپل زړه کې د تېرو خوږو ترخو دورو نښې په سینه کې لري.

کابل نه یوازې وروستیو جګړو او ناخوالو وځاپه، بلکې د وروستیو کلونو او په ځانګړي ډول وروستیو دوو لسیزو بې پلانه او خپلسرې ودې هم د کابل ښکلا پیکه کړه او هم یې ددې ښار سینه تنګه کړه. همداشان وروستیو لسیزو کې د کابل ځمکې چور او د غاصبینو منګولو ته ولوېدې، ډېری کورنۍ له کلیو کابل ښار ته را کډه شوې چې دې فکټور هم کابل بېساری نفوس لرونکی ښار وګرځاوه. همداراز د صنعتي کارخونو بې خرته وده، د ښاروالیو نه‌پاملرنه، د چاپیریال ساتنې ادارې کمزوري، اقلیمي بدلونونه او د کابل د ښاریانو نه‌همکاري هغه علتونه وو چې د کابل د ښار ښکلا یې په بدرنګۍ اړولې وه.

خو دا دی په تېرو څلورو کلونو کې چې جګړه نشته، د زورواکانو جزیرې اوبه شوي او یا هم په بشپړه توګه له منځه تللي، د کابل ښار خپلې پخوانۍ ښکلا ته ورنږدې کېدونکی دی او هم ددې ښار سینه پراخه شوې ده. په تېرو شلو کلونو کې به زورواکانو او د حکومت چارواکو نه یوازې کورونه، ښارګوټي او اپارتمانونه غصب کړي وو، بلکې شاوخوا سړکونه او کوڅې به یې هم ورسره غصب او لاندې کولې چې په دې سره ښاري ګڼه ګوڼه یو په دوه کېده. افغان حکومت د خپلې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې امر وکړ چې موانع ټولې کړي، سړکونه او کوڅې پرانیزي او د خلکو د اذیت سبب دې نه ګرځي. افغان حکومت غږ وکړ چې پخواني بند شوي سړکونه، کوڅې او حکومتي ودانۍ باید د خلکو پر مخ پرانیستي وي.

د کابل ښاروالۍ په دې وروستیو کې ښایي په هغو حکومتي ارګانونو کې وشمېرل شي چې فعالیت یې څو چنده او حیرانوونکی دی. دې ښاروالۍ د خپلو هڅو په پایله کې کابل ښار ته ښکلا، نظم او ډسپلین بښلی دی. کابل ښاروالۍ د ښار پاک ساتلو، د سړکونو او کانالونو د رغونې، او د پارکونو د پراختیا، هوایي او ځمکني پلونو، ځمکتلو او نورو برخو کې بېلابېلې پروژې بشپړې کړې دي، چې د خلکو له خوا یې خورا تود هرکلی شوی دی. د کثافاتو د سمبالښت لپاره د نویو میتودونو کارول او د چاپېریال ساتنې لپاره د عامه پوهاوي زیاتول د ښار د پاکۍ په ساتلو کې مهم رول لوبوي. د دې ترڅنګ، د ښاروالۍ له لوري د سړکونو رغونه او د ټرافیکي نظم ښه کول، هغه لاسته راوړنه ده چې سترګې پرې نه شي پټېدای. د دې پرمختګونو تر څنګ، د کابل ښاروالۍ له لوري د پارکونو او شنو ساحو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. دغو پارکونو نه یوازې د خلکو د تفریح لپاره ځانګړې ساحې برابرې کړي دي، بلکې د ښار د چاپېریال د ښه کولو لپاره هم ګټور دي. د ښاري ژوند په ښه کولو کې د شنو ساحو شتون ډېر مهم دی، او ښاروالۍ په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د کابل د ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې کابل ښار بېلابېلو سیمو کې د ښاري نظم او ټرافیکي ګڼې ګوڼې مخنیوي په موخه درې د موټرو او لس د پلي تګ لپاره هوايي پلونه په پلان کې لري، چې د ځینو چارې پیل شوې دي. له دې ډلې د کابل په برکي څلورلارې کې د یوه ستر هوایي پل چارې په چټکۍ روانې دي. همدارنګه کابل ښاروالۍ ویلي چې یو هوایي پل به د کابل ولایت مقام تر څنګ او بل به د نجات څلي په لاره کې جوړوي چې ټرافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمه شي.

د کابل د ښاروالۍ استازي ویلي چې د کابل ښار په ټولو سیمو کې په متوازنه توګه او پرته له توپیره خپل پلانونه تطبیقوي چې تر دې دمه ۲۲ ناحیو کې ۳۸۰کیلومټره سړکونه جوړ او یا یې هم چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د استازي په وینا چې د خپلو عوایدو کچه به له ۷ میلیاردو ډالرو ۱۲ میلیاردو ډالرو ته پورته کوي چې دا په خپله د ښاروالۍ د هڅو د ګړندیتوب او د شفافیت ښکارندوني کوي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزي امید راډيو ته تازه ویلي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې د هوا د ککړتيا د کمولو په موخه د ښار د کارخونو، حمامونو او هغو لوړپوړو ودانیو سروې ترسره شوې چې مرکز ګرمي لري. د نوموړي په قول چې ددې سروې په پایله کې ۹۵۰ صنفونه مهرلاک شوي، خو هغو ته یې بېرته د فعالیت اجازه ورکړې چې فلترونه یې نصب کړي. یوه جالبه سروې ښیي چې د کابل د هوا کیفیت د تېر نظام د وروستي ژمي (۲۰۲۱) پرتله ښه شوی دی. دا لاسته راوړنه پرته له شکه د سړکونو، ټرافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو او د ښار پاکي ته په پام سره راغلې چې کریډېټ یې ښاروالۍ ته ورکول کیږي.

د ښار او د خپل چاپیریال ساتنه او پاکي یوازې د ښاروالۍ مسوولیت نه دی، بلکې په دې برخه کې هېوادوال او ښاریان پوره مسوولیت او ونډه لري. د کابل ښاروالۍ د بېلابېلو وسیلو په مټ ویلي چې د ښاروالۍ چارې د کابل ښاریانو له مرستې او همغږۍ پرته نیمګړې دي. همداشان د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو د خلکو د رضایت کچه هم لوړه او هیله بښونکې ده.

په لنډه توګه ویلای شو چې د کابل د ښاروالۍ بې ساري پرمختګونه او ویښ فعالیت د حکومت نورې ادارې هم ورته ژمنتیا او ډېر فعالیت ته رابللای شي. افغان حکومت باید ددې ادارې چارې د نمونې په ډول وستایي او د نورو ادارو له استازو سره یې شریکې کړي، تر څو هغه ادارې چې لا یې هم لاسته راوړنې او فعالتیونه تت دي، فعالې شي. د حکومت نورې ادارې هم باید د کابل ښاروالۍ له تجربو زده کړه وکړي او خپلې چارې د یو مسوول ارګان په توګه ترسره کړي. د کابل د ښاروالۍ فعالیت او اغېزمنتیا ښیي چې که د حکومت هر ارګان دومره ازادانه او هوښیار فعالیتونه ترسره کړي، تمه ده چې د کارونو اغېز به یې جوت او د خلکو په ژوند کې به بدلون راولي.

اړوند خبرونه