د اوزبيکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي، افغانستان د منځنۍ اسیا د هېوادونو او جاپان ترمنځ د تعامل له مهمو او اساسي برخو څخه شمېرل کېږي.
نوموړي دا څرګندونې د منځنۍ اسیا او جاپان د لومړنۍ سرمشریزې پر مهال کړې او هیله یې ښودلې، چې افغانستان به یو سولهییز، باثباته هېواد او د مانا لرونکي پرمختګ پر لور متمرکز وي.
ښاغلي میرضیایف له جاپان مننه کړې، چې له کلونو راهیسې د افغان ولس لپاره د یو مهم مرستندویه هېواد په توګه پاتې شوی دی. د اوزبيکستان ولسمشر ټینګار کړی، چې ګډ اقدامات او ګډې ونډې به د افغانانو د ژوند د کچې په ښه کېدو، ټولنیز ـ اقتصادي او بنسټیز پرمختګ، او همدارنګه په سیمهییزو اقتصادي پروژو کې د افغانستان د فعاله ګډون لامل شي.

