ډېر لوستل شوي

پزشکیان: ایران له افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره، په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې جدي هڅې کوي.

د ايران د ايرنا رسنۍ راپور له مخې، نوموړي دا څرګندونې افغانستان ته نږدې د ایران د سویلي خرسان ولایت د سفر پر مهال کړې دي.

ښاغلي پزشکیان د سویلي خرسان پر والي هم غږ کړی، چې له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا، همغږۍ او همکاریو د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي. د ایران ولسمشر ټینګار کړی، چې د سرحدي همکاریو پراختیا کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ټینګې کړي او د ګډو ګټو د خونديتوب زمینه برابره کړي.

اړوند خبرونه