ډېر لوستل شوي

کاري ځواک او د مسلکي نابرابري میراثي تشه

بدبختانه په تېرو کلونو کې د مسلکونو او ښاري اړتیا توازن په پام کې هېڅ نه دی نیول شوی. دا ستونزه له کلونو کلونو راهیسې همداسې راروانه ده او که په حکومتي کچه ورته ستراتیژي جوړه نه شي، دا ستونزه په یوه بحران بدلېدای شي. د ښه وضاحت لپاره ویلی شو چې د افغانستان په تېرو حکومتونو کې د مسلکونو او بازار اړتیا ته هېڅ کتل شوي نه دي. یعنې دا نه دي مطالعه شوي چې په کاري بازار کې د حقوقو څومره فارغانو ته اړتیا شته، د انجنیري، ښارجوړونې، ځمکپوهنې، کانونو، کرنې او ادبیاتو په کلنۍ بڼه څومره فارغان باید ولرو او څنګه یې په کاري چاپیریال کې مدغم کړو. ددې اړتیا نه حس او کاري نابرابرتیا په راتلونکي کې سترې ستونزې ایجادولی شي. د بېلګې په توګه ښایي اوس د حقوقو، زراعت، ادبیاتو او نورو ټولنیزو پوهنځیو محصلان بیخي ډېر وي، د بازار اړتیا پوره وي او د همدې پوهنځیو ډېری محصلان بېکاره وي؛ خو فکر کیږي چې د وسپنې پټلۍ، ګرځندوی – هوټل مدیریت، مصنوعي ځیرکتیا، چاپیریال ساتنې، اقلیمي بدلونونو او نورو برخو متخصصان یا فارغان د ګوتو په شمېر او یا ښایي هېڅ نه وي. ددغه توازن په پام کې ساتلو او پلان جوړولو دنده یوازې په یوه ارګان او وزارت پورې نه اړوندیږي، بلکې دا ستونزه د څو وزارتونو په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د لوړو زده کړو وزارت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د خپلواکو بهرنیو ـ کورنیو موسسو په ګډې پرېکړې او مدیریت هوارېدای شي.

د مسلکي او تخنیکي زده کړو ادارې په دې وروستیو کې دې توازن ته پام اړولی او د بېکاره ځوانانو تر څنګ یې زرګونو مجاهدینو، معلولینو او زندانیانو ته د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې ده. د مسلکي او تخنیکي زده کړو ادارې په قول، فني او حرفوي زده کړې کولای شي چې تنګلاسي او بېکاره ځوانان پر کار کړي او پر ټولنه بار نه شي. دې ادارې همداشان د هغو نظامیانو مسلکي کولو ته هم پروګرامونه برابر کړي چې په اداري واحدونو کې عملا پر کار بوخت دي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پتېیلې چې پر مسلکي‌پوهه سمبال ځوانان او کاري قوه یو هېواد پر ځان بسیا کولای او ټولنې د بېکارۍ له ناوړه ناروغۍ ژغورلای شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له قوله چې د ځوانانو او د مجاهدینو د مسلکیتوب طرحه د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا په خورا درنښت ومنل شوه او هرکلی یې هم وشو. د همدې طرحې له مخې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰ زره مجاهدین په مسلکي زده کړو سمبال او د هېواد چوپړ ته وړاندې شول. ددې ادارې په وینا، دې برخه کې ورسره د پوهنې وزارت تر څنګ، د لوړو زده کړو او نورو ادارو هم فعاله ونډه اخیستې ده او لوړو زده کړو وزارت د فوق بکلوریا تر کچې د زده کړو د زمینې د برابرولو ژمنه هم کړې ده.

شمال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې د مشر مولوي غلام حيدر شهامت د مجاهدینو په یوه فراغتغونډه کې ویلي و چې د مجاهدینو روزنیزه طرحه د افغانستان اسلامي امارت یوه له سترو موخو او پروګرامونو څخه وه. نوموړي د مجاهدينو لپاره د مديريتي زده کړو اهميت ته په اشارې سره ویلي و، « کله چې د مجاهدينو روزنیزه طرحه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی درانه مقام ته وړاندې شوه، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري له دې طرحې څخه ډېر تود هرکلی وشو او د پلي کېدو لپاره یې هدایات هم صادر کړل.»

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په خپل ویبپاڼه ددې ادارې د مخینې په تړاو لیکلي: په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو پیل په ۱۳۰۲ هجري لمریز کال کې د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال وشو. په لومړیو کې د تخنیکي او مسلکي ښوونځیو رهبري د پوهنې وزارت د منځنیو زده کړو د ریاست له خوا پر مخ وړل کېده او دغه بهیر تر ۱۳۲۶ هجري لمریز کال پورې دوام وکړ او په همدې کال کې د کار د پراخوالي له امله د پوهنې وزارت په چوکاټ کې مسلکي مدیریت رامنځته شو او ټول تخنیکي او مسلکي ښوونځي د دغه مدیریت تر چتر لاندې راغلل. په ۱۳۶۱ هجري لمریز کال کې په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ښوونځیو له پراختیا سره دغه ښوونیز نهاد د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت په جوړښت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ریاست تر نامه لاندې ایجاد شو چې وروسته په ۱۳۶۷ هجري لمریز کال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست، د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت څخه جلا او د تخنیکي او حرفوي زده کړو وزارت ته یې ارتقا وکړه. په ۱۳۷۴ هجري لمریز کال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست، د لوړو زده کړو وزارت څخه جلا او د پوهنې وزارت ته وسپارل شو. په ۱۳۸۷ هجري لمریز کال کې دغه ریاست ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت په بڼه ارتقاء ورکړل شوه.

په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال کې دغه بنسټ د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت له پوهنې وزارت څخه جلا او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په توګه را څرګنده شوه چې لا تر اوسه د یوه خپلواک بودجوي واحد په توګه خپل فعالیتونه تر سره کوي.

په لنډه توګه ویلای شو چې تخنیکي اومسلکي زده کړو ادارې د متخصص، ماهر او کادري ځواک روزنه او په مټ یې هېواد کې اقتصادي رغونه او ځان بسیاینه په خپلو لومړیتوبونو کې ځای کړې ده او د یادې موخې لپاره یې په ګڼو ولایتونو کې زرګونو تنو ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د زکړو زمینه‌سازي کړې ده.

#امیدراډیو

اړوند خبرونه