د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي ویلي، چې هند ته د هغه د شپږ ورځني سفر پر مهال له هندي چارواکو سره د روغتیا په ځانګړې توګه د دودیزې درملنې په برخه کې مهمې خبرې شوې دي.
ښاغلي جلالي هند ته د خپل سفر په ځانګړي کنفرانس کې ویلي، چې د هند د دودیزو، یوناني، ایورویدي او طبیعي درملو وزارت «ايوش» له وزیر شري پرتاپراو جادف سره په لیدنه کې، په کابل کې د دودیزې درملنې د انسټېټيوټ او څېړنیز مرکز د جوړېدو، د اړوند کدرونو د روزنې او د دوه اړخیزو همکاریو د هوکړهلیک پر لاسلیک خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزیر د دودیزې درملنې معیاري کېدل مهم بللي او په وينا يې، چې د دې برخې د اصولو له مخې تنظیمولو لپاره هڅې پیل شوې دي، چې د هند تجربې په دې برخه کې ارزښتناکه بلل کېږي.
د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د ښاغلي جلالي په حواله ويلي، چې د هند د ایوش وزیر د څېړنیز مرکز، نصاب تطبیق، انسټېټيوټ جوړولو او نورو روغتیایي برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
مولوي نورجلال جلالي همداراز ویلي، چې هندي لوري ډاډ ورکړی، تر څو افغانستان د روغتیا په برخه کې پر ځان بسیا شي. نوموړي د درملو د احتکار پر وړاندې خبرداری ورکړ او ويلې يې دي، چې احتکار ګناه او له ولس سره جفا ده او د مخنیوي لپاره یې د نظارت ټیمونه هڅې کوي. د عامې روغتیا وزیر زیاته کړې، چې دا مهال د هېواد دننه شاوخوا ۲۰ سلنه درمل تولیدېږي او هڅه روانه ده، څو کورني تولیدات پیاوړي او پر خپلو امکاناتو تکیه زیاته شي.

