په جاپان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې په توکیو کې د راتلونکې کال تر جنوري مياشتې پورې خپل فعالیتونه ودروي.
ياد سفارت تېره ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دا پرېکړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت سره تر مشورې وروسته کړې ده.
سفارت زیاته کړې، چې د جنورۍ له ۳۱ نېټې وروسته به ټول سیاسي، اقتصادي، کلتوري او کونسلي فعالیتونه تر بل اطلاع پورې ودروي.
دا په داسې مهال ده، چې په ګڼو هېوادونو کې د پخوانۍ ادارې د سفارتونو تر تړل کېدو وروسته ګڼ سفارتونه د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت تر کنټرول لاندې او له دې وزارت سره په همغږي خپلې چارې مخ ته وړي.

