ډېر لوستل شوي

کابل له انقرې سره د اغېزمنو دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي

د بهرنیو چارو وزارت دويم سياسي رییس ذاکر جلالي وايي، چې افغانستان له ترکیه سره د دوستانه او اغيزمنو اړیکو پیاوړتیا ته ځانګړی اهمیت ورکوي.

ذاکر جلالي دا څرګندونې په کابل کې د ترکیې د سفارت له نوي شارژدافير سادین آی‌ییلدیز سره د لیدنې پر مهال کړې دي. نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې باور لري د آی‌ییلدیز د مأموریت موده به د کابل او انقرې ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د لا ژورتیا لامل شي.

اړوند خبرونه