د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د جدي شپږمې په مناسبت په مراسمو کې ويلي، چې د افغانستان اشغالول د تيری کوونکو لپاره ستره تېروتنه وه او دوی د خپلو غلامانو د فريب په پايله کې وزغمل شول.
ښاغلي متقي زیاته کړې، د درېیو اشغالګرو ځواکونو ماتې په افغانستان کې د ټولو بېګانه ځواکونو لپاره عبرت ده، ترڅو داسې تېروتنه بیا تکرار نه کړي.
د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه په خپله وینا کې ويلي، د اشغالګرو ماتې نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په نړیواله کچه هم د هغوی ناکامي سبب شوې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان له یوې خوا د امپراتورۍ د هديرې په توګه پېژندل شوی او له بلې خوا د اشغالګرو په ماتولو سره سیمه او نړۍ ته خیر رسولی دی.

