د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت وایي چې ا.ا دا مهال د ایران په ګډون د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او د لا پراختیا هڅې کوي.
ښاغلي فطرت په یو غږیز پیغام کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ایراني چارواکو له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او په نورو هېوادونو یې هم غږ کړی چې په افغانستان کې شته واقعیتونه درک او له مثبت تعامل زیات کړي.
تر دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي ویلي وو چې نړيواله ټولنه بايد دا حقيقت ومني چې د افغانستان اسلامي امارت د دغه هېواد واقعي حاکميت دی او له واقعيت څخه يې سترګې نه شي پټېدای.
د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا د راپور له مخې، نوموړي دا څرګندونې د روسيې د «ميګيمو» پوهنتون په يوه علمي ناسته کې کړې دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او ايران ترمنځ د اړيکو د مهمو ننګونو يادونه هم کړې او ويلي يې دي چې د امنيت، سرحدونو، اوبو، نشهيي توکو او کډوالۍ په څېر مسايل د دواړو هېوادونو ترمنځ د جدي خبرو له لارې مديريت کېدای شي.
عراقچي ټينګار کړی چې کابل او تهران بايد دايمي خبرې ولري، څو د دواړو ملتونو ګډې ګټې خوندي شي.

