د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي وايي، نړيواله ټولنه بايد دا حقيقت ومني چې د افغانستان اسلامي امارت د دغه هېواد واقعي حاکميت دی او له واقعيت څخه يې سترګې نه شي پټېدی.
د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا د راپور له مخې، نوموړي دغه څرګندونې د روسيې د «ميګيمو» پوهنتون په يوه علمي ناسته کې کړې دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او ايران ترمنځ د اړيکو د مهمو ننګونو يادونه هم کړې او ويلي يې دي چې د امنيت، سرحدونو، اوبو، نشهيي توکو او کډوالۍ په څېر مسايل د دواړو هېوادونو ترمنځ د جدي خبرو له لارې مديريت کېدای شي.
عراقچي ټينګار کړی چې کابل او تهران بايد دايمي خبرې ولري، څو د دواړو ملتونو ګډې ګټې خوندي شي.
نوموړي زياته کړې چې ايران د افغانستان له اوسني حکومت سره د خبرو دوام ته ژمن دی او دا تګلاره د سيمهييز ثبات او ګډو ګټو لپاره مهمه بولي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهيسې د کابل او تهران ترمنځ سياسي، اقتصادي او سوداګريزې اړيکې پراخې شوې او د دواړو لوريو ترمنځ د همکاريو کچه ورځ تر بلې د پياوړتيا پر لور روانه ده.

