ډېر لوستل شوي

د پولادي هوډ، اخلاص او سرښندنې نمونه، چې ټول امت یې غمجن کړ

په سره دستمال مول وهلی دا سړی به کله کله پر خواله رسنیو راڅرګندېده. وخت ناوخت به د قرانکریم د آیاتونو ترڅنګ ولاړ او د حماس د پوځي څانګې د پرمختګونو په تړاو به یې په جراره ژبه مالومات خپاره او بیا به پسې الونیا شو.

نوموړي خپلې ویناوې په ټلګرام خپرولې او په خواله رسنیو کې یې بل هېڅ پلټلفورم نه درلود. نوموړی په خپل نوم نه؛ بلکې د یوه مشهور صحابي د ابو عبیده ابن جراح (رض) د تبرک په پار په ابوعبیده یادېده.

د ابو عبیده د هویت د افشا په موخه غاصب رژیم ډېرې هڅې وکړې. بالاخره د آویخای آدرایي په نوم د اسراییلو د اردو ویاند یوه ویډیو پر پخواني ټوېټر(اېکس) خپره کړه چې پکې یو سړی ښکارېده او اصلي نوم یې«حذیفه سمیر عبدالله الکحلوت» ښیي، خو په دې تړاو حماس کوم نظر ونه ښود او دا موضوع یې بابېزه تېره کړه.

له دې ویډیو وروسته اسراییلۍ مشهورې ورځپاڼې یدیعوت آخرونوت په یوه راپور کې د ابو عبیده په تړاو نوي مالومات خپاره کړل. د یادې ورځپاڼې په قول، ابو عبیده په ۲۰۱۳ کې د غزې له اسلامي پوهنتون څخه د اصول دین په څانګه کې د ماسټري اسناد په لاس راوړي و.

په لندن کې خپرېدونکي ورځپاڼې شرق الاوسط هم د نوموړي په تړاو په یوه مطلب کې لیکلي چې نوموړي په ۲۰۰۲ زېږدیز کې د یوه نظامي افسر په توګه له حماس سره جهادي مبارزه پیل کړه او د اشغالګرو ځواکونو له وتنې وروسته د محمد الضیف په امر د القسام کنډکونو ویاند شو.

دې ورځپاڼې لیکلي و چې نوموړی به په پټ ډول له رسنیو سره غږېده او په ۲۰۰۶ زېږدیز کې په رسمي ډول د القسام کنډکونو ویاند شو. شهید ابوعبیده په لومړي ځل د همدې کال د جون په ۲۵مه راڅرګند شو. دا هغه مهال و چې اسراییلي اشغالګرو د غزې په پوله کې د هدی عالیه کور پر توپ وویشت. دا پېښه په نړیواله کچه بدرګه شوه او د لس کلنې عالیې ویډیو ډېره وایرل شوه. دې ماشومې د (بابا، بابا، بابا) کریغې وهلې او بیا غرېو نیولې د خپل پلار پر مړه جسد ورولوېده. حماس ددې بریدونو په لړ کې د ګیلعاد شلیط په نوم یو سرباز یرغمل ونیو، دوه پوځیان یې هلاک او دوه نور یې ټپیان کړل. شلیط ۵ کاله وروسته له زرو فلسطینو وګړو سره په تبادله کې د حماس له لوري ازاد شو.

د نوموړي درایت، فصاحت او مرموز هویت د کتائب عزالدین القسام، حماس او په مقاومتي ډلګیو کې په یوه سېمبول بدل شوی و، په ځانګړي ډول له طوفان الاقصی وروسته نوموړی په سیمه ییزه او نړیواله کچه مطرح شو. د ابوعبیده پوځي ـ سیاسي دریځ، حسابګرې او ځوابګرې ژبې د نوموړي په شهرت کې پوره پوره ونډه لرله.

د راپورونو له مخې د طوفان الاقصی له بریالیو عملیاتو وروسته «ابوعبیده» هغه نوم دی چې ګوګل او خواله رسنیو کې تر بل هر نوم ډېر پلټل شوی دی. د عربي رسنیو له قوله، د جنګي معادلاتو دغه محتسبه، کاري او اغېزمنه څېره اوس د فلسطیني مقاومت په روح او سېمبول بدل شوی دی.

د ابوعبیده شهرت یوازې د غزې تر پولو پاتې نه شو، بلکې نوموړی په داسې غږ بدل شو چې میلیونه انسانان به یې بیا لیدو ته تږي وو. په ترکیه کې د نویو زېږېدلیو ماشومانو ترمنځ د «ابوعبیده» نوم رواج شو. په مصر کې یو شمېر زېږنځایونه په دې نوم ونومول شول او د زوکړې چوپړونه به ورته وړیا وړاندې کېدل. د نوموړي مول وهلی انځور اروپا او امریکا کې د نوموړي د پلویانو او مینوالو له لوري بدرګه شو. ابوعبیده یوازې یو ویاند نه و، بلکې د فلسطیني ځوانانو ترمنځ په یوه برانډ او سېمبول بدل شو. داسې کس چې په پټ مخ یې دومره شهرت وګاټه چې مخ‌لوڅو ته یې ګټل اسانه نه دي.

حماس جهادي غورځنګ د خپل نوي تشکیل په معرفي کې ومنله چې دا اغېزمن شخص یې نور په منځ کې نشته.

حماس په یوه خپره شوې اعلامیه کې وویل چې په تېرو ۴ میاشتو کې یې ۴ لوړپوړي غړي له لاسه ورکړي دي. «محمد السنوار» ملقب په «ابو ابراهیم» د القسام ځواکونو مرکزي قومندان، «محمد شبانه» مشهور په «ابو انس» ددې ځواکونو د رفح لوا قومندان او همدارنګه «حکم العیسی» ملقب په «ابو عمر» د وسلو او لوژستیک مشر د القسام هغه قومندانان وو چې د اشغالګر رژیم په هوایي بریدونو کې شهیدان شوي.

حسام ددې ایت شریف( د مؤمنانو له ډلې هغه سړي چې له الله ج سره پر کړې ژمنې پاپند پاتې شول او په عمل کې یې وښوده.) په استناد د پورته شهید شویو قومندانانو روحونو ته دعا او مبارکي وویله او هغوی یې مخکښ او د ډګر مجاهدین یاد کړل.

القسام په دې بیانیه کې ویلي چې د شهادتونو سربېره به خپله لاره او مسیر نه کږوي او د دوی په تشکیلاتو کې به ځنډ او خنډ پېښ نه کړي. په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د ابوعبیده ځایناستی به په همدې نوم فعالیت کوي. نوي ویاند په خپلو خبرو کې ویلي و چې د اکتوبر اوومه، د ظلم، فشار او کلابندۍ پر وړاندې د یوې لویې چیغې او چاودنې نوم و. د القسام نوي ویاند هغوی ته په خطاب کې ویلي چې څوک د حماس د خلع سلا کېدو غوښتنه کوي، ولې لومړی اسراییلي اشغالګر نه خلع سلا کوي؟ نوموړي زیاته کړه چې د اشغالګرو تېري لا هم ادامه لري او په همدې دلیل باید په سراسر نړۍ کې د فلسطینیانو د حق غوښتنې چیغه لا غښتلې او ونه دریږي. نوموړي اسلامي او عربي هېوادونه داسې مخاطب کړل، “ د امت له زامنو غواړو چې د غزې فریاد ته ورسېږئ چې تر ننه سخت رنځونه زغمي او ددې وګړو دوستي او د هغوی د چیغې بدرګه د ټولو دنده ده.”

د القسام یاد نوي ویاند په ننګونکي ډول وویل چې بیداره اوسئ، د اشغالګرو د فصل موسم دی، هر څه ریبي او لرې نه ده چې ستاسو ښځې، ماشومان او بې ګناه وګړي به د دوی په اسارت کې وي. “ اسلامي او عربي نړۍ هر وګړی که د اوسنیو مظالمو پر وړاندې چوپیږي، نو بیا دې خپل نوبت ته په تمه شي. “

حماس د یادو لوړپوړو قومندانو د شهادت په تړاو لیکلي، دا قومندانان له لسګونو کلونو مجاهدت، دقیقو پلانګزاریو او جدوجهد په مټ د فلسطین، قدس او مسجدالاقصی په ننګه شهیدان شول. دوی د پولادي هوډ، اخلاص او سرښندنې نمونې وې او تر وروستۍ سلګۍ پورې وجنګېدل.

د ابوعبیده په ګډون د حماس د لوړپوړو چارواکو شهادت ټکان ورکوونکی او هر مسلمان یې زهیر کړ. د افغانستان اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد هم د یادو شهیدان د شهادت په تړاو د خواخوږۍ پیغام خپور کړ. ښاغلي مجاهد لیکلي، د الله تعالی په لاره کې شهادت د مسلمانانو وروستی او لوی ارمان دی، او د «ابو عبیده» په ګډون د شهیدانو لپاره له الله تعالی څخه په جنت کې د لوړو مقاماتو هیله لري. د ابوعبیده پر شهادت د خواله رسنیو کاروونکو هم خپل تاثرات شریک کړي وو او یو شمېر شاعران ابو عبیده ته مرثیې هم لیکلې وې. د خواله رسنیو یوه کاروونکي لیکلي و، «ځواني مرګ شهیده رب ج دي لوړ درجات نصيب کړه. مه ناهيلي کېږئ! هغه خپلې موخې ته ورسېده, نن هر ماشوم أبو عبیدة او هر مسلمان فلسطينی دی. همدا يې غوښتل او دا دی همدا ستر هدف يې ترلاسه کړ.»

یوه بل افغان ځوان د نوموړي یوې ساندې خپه کړی و او لیکلي یې و، « په شهادت دې دومره نه يمه خپه، ستا هغه جملې ته خپه او خجالت يم چې ويلې دې دي. «ويا امة الاسلام انتم خصومنا امام الله عزوجل چې امت به ستاسو په حق کې الله تعالی ته ځواب ولري؟»

ابوعبیده له حق سره پیوست شو، خو دی په روحاني لحاظ لا هم د مسلمانانو په زړونو او مغزو کې ژوندی دی. فلسطین داسې زرخېزه خاوره چې د یوه ابوعبیده او یوه سنوار پر ځای به لسګونه نور مېړني زامن زېږوي او هغه ورځ هم لرې نه ده چې باطل به مات او پر اقصی به د فتحې توغ په غرور رپي.

#امیدراډيو

اړوند خبرونه