ډېر لوستل شوي

پوهنې وزارت د «يونسکو» وروستۍ څرګندونې غيرعادلانه بللې

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په افغانستان کې د پوهنې په تړاو د «يونسکو» د وروستيو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او د ياد سازمان وروستۍ څرګندونې يې غيرعادلانه بللې دي.

د ياد وزارت وياند قاري منصور احمد حمزه امید راډیو ته په راستول شوي غږیز کلیپ کې ويلي، په تېرو څه باندې څلور کلونو کې په افغانستان کې هغه سيمې چې په تېرو شلو کلونو کې له ښوونې بې برخې وې، اوس ټولو سيمو کې د تعليم زمينه برابره شوې ده.

نوموړی زياتوي، چې د پوهنې وزارت اړوند د کليوالي ټولګيو ترڅنګ ۱۸ زره ښوونځي او په زرګونه مدرسې فعالې دي او د هېواد په مرکز، ولايتونو او لرې پرتو سيمو کې زده‌کوونکي او طالب‌العلمان پکې په زده‌کړو بوخت دي.

د ښاغلي حمزه‌ په وينا، په تېر ښوونيز کال کې ۶۲۶۷ د سواد زده‌کړې ټولګي کورسونه جوړ شوي وو، چې په بريالۍ توګه پلي شوي دي. د پوهنې وزارت وياند ډاډ ورکړی، چې په دې موده کې د استادانو د ظرفيت لوړونې تر څنګ د ښوونې په برخه کې پر کيفيت کار روان دی او په وينا يې چې په دې برخه ډېر پرمختګ شوی دی.

اړوند خبرونه