د فراه د مقام رسنیز دفتر ویلي چې دې ولایت کې شاوخوا زرو کډوالو کورنیو ته د مرستو کڅوړې وېشل شوي دي.
د فراه د مسوولینو په قول، دا مرستې په رڼه بڼه د والي ملا محمد حافظ مجاهد او ددې ولایت د افغاني سرې مياشتې ټولنې د رییس مولوي مير احمد هاشمي په شتون کې وېشل شوي.
د فراه د افغاني سرې مياشتې ټولنې رييس په قول دې مرستندویو کڅوړو کې ۵۰ کيلو ګرامه اوړه، ۱۰ کيلو ګرامه وريژې، ۸ بستې مکروني، دوه بوتله روب، دوه – پینځه لېټره اوبلن غوړي، بوره، چای، مالګه او کمپلې شاملې وې.
د فراه ولایتي مسوولینو ویلي چې د مرستو لړۍ به په بالابلوک ولسوالۍ کې مېشتو کډوالو او سېلابځلپو کورنیو ته هم ورسوي.
یاده دې شي چې په ټول هېواد کې له راستنېدونکو کډوالو سره تر ممکنې کچې مرستې کیږي.

