ایران کې حکومتضد لاریونونه اوج ته رسېدلي او لا هم په څرګند ډول ددغه اړدوړ کمښت نه تر سترګو کیږي، خو پرون د ایران حکومتي مسوولینو ویلي وو چې لاریونونه مهار او تر ۹۰ سلنه ساړه شوي. قهرجن معترضین له امنیتي ځواکونو سره هم لاس او ګرېوان شوي، حکومتي مامورین د لاریونوالو لخوا ګواښل شوي، عامه شتمنۍ او د امنیتي مسوولینو موټرونه هم سوځول شوي دي.
همدارنګه نن (یکشنبه، مرغومي یویشتمه) څلورمه ورځ ده چې په ټول ایران کې انټرنټي چوپړونه پرې شوي. د انټرنېټ د څارنې نړیوالې ډلې د پنجشنبې په ورځ په ټول ایران کې د انټرنېټ بشپړ بندیدو راپور ورکړی و. د اسراییلو ۱۴ شبکې په یوه خبر کې ویلي چې د ایران د اوسني حکومت پر ضد لاریونوال له سټارلېنک انټرنېټ ګټه اخلي. که څه هم د انټرنټي ستونزو او کلک څار له کبله د تاوتریخوالي وروستي ارقام ډېر نه په ډاګه کیږي، خو د رسمي شمېرو له مخې نن د لاریونونو درېیمه اونۍ پيل شوې چې په دې موده کې ګڼ شمېرلاریونوال وژل شوي. له بلې خوا د ټایم مجلې موندنې ښیي چې د ایران په لاریونونو کې تر دمګړۍ ۲۱۷ تنه وژل شوي دي. دې مجلي د یوه ایراني ډاکټر له قوله لیکلي چې دا ارقام یې له شپږو روغتونو راټول کړي دي.
د ایران حکومت امریکا او اسراییل ددغو اغتشاشونو په راپورته کولو تورنوي. د ایران مذهبي مشر د تېرې جمعې په ورځ د خپلو پلويانو په منځ کې يوې غونډې ته وويل، د امريکا ولسمشر بې ربطه خبرې کوي: «ټرمپ دې د خپل هېواد ستونزو ته رسېدنه وکړي.» نوموړي ويلي، ټرمپ بايد پوه شي چې د نمرود، رضا خان او محمد رضا په څېر به د قدرت په اوج کې نسکور شي: «د ټرمپ لاسونه د زرګونو ايرانيانو په وينو سره دي.» د ايران مذهبي مشر همدارنګه معترضین ورانکاري، د امريکا جاسوسان او د هغوی ملګري وبلل. نوموړي په دې لاریونونو کې د اوښتو زیانونو په تړاو ویلي، “یوه مخربه ډله خپل اباد هېواد ورانوي چې د امریکا ولسمشر خوشاله شي.” د ایران مذهبي مشر په خپله وینا کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ډول الفاظو مخاطب کړ: “امریکا وایي که ستاسو حکومت داسې وکړي، زه به ستاسو ملاتړ وکړم؛ یعنې د زیان رسوونکو کسانو ملاتړ؟ که دی وړ وي، خو خپل هېواد دې په سمه توګه اداره کړي. په خپل هېواد کې یې مهمې ستونزې شته. د هغه لاس د زرګونو ایرانیانو په وینو ککړ دی. په دوولس ورځنۍ جګړه کې، د قومندانانو، ساینسپوهانو او مخورو ترڅنګ، ولسي خلک هم وژل شوي دي. خپله یې اعلان وکړ چې ما امر ورته کړی .” ټرمپ د لاریونو په دولسمه ورځ هم ګواښ کړی و چې که له معترضینو سره له تاوتریخوالي کار واخیستل شي او یا حکومتي ځواکونو له لوري وویشتل شي، امریکا به ډېر سخت ګوزار وکړي. ټرمپ د یوه خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: “د معترضانو شمېر ډېر زیات و؛ په څو پېښو کې خلک تر پښو لاندې شوي دي؛ درې ځله سخته ګڼه ګوڼه رامنځته شوې وه او په پایله کې ځینې کسان تر پښو لاندې شوي او وژل شوي دي. زه ډاډه نه یم چې لازماً څوک د دغو پېښو مستقیم مسوول وبولم او حساب ترې وغواړم. خو هغوی پوهېږي او ورته په کلکه ژبه ویل شوي دي.”
له بلې خوا، د ایران پوځي ځواکونو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې له هر ډول داخلي یا بهرنۍ فتنې سره به په کلکه مقابله وکړي او د هېواد ملي امنیت ته د هر ډول ګواښ مخه به ونیسي. د پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د اسلامي جمهوریت پوځي ځواکونه د هېواد د ستر مشر قومندې ته په تمه دي او د دوښمنانو تحرکات په دقیق ډول څاري. پوځي چارواکو ټینګار کړی، چې ملت دې بیدار پاتې شي، دښمن دې وپېژني او د اسلامي نظام تر ترڅنګ دې کلک ودريږي، تر څو د بهرنیو دسیسو مخنیوی وشي. همداشان د ایران بهرنیو چارو وزیر «عباس عراقچي» په یاد هېواد کې روانو لاریونونو کې د امریکا او اسراییلو لاس لرل مني. د نوموړي په قول، دا لاریونونه د امریکا او اسراییلو په نغوته کیږي او هدف یې د اسلامي نظام کمزوري کول دي. عراقچي ټینګار کړی، چې لاریون کوونکو ته به هېڅکله اجازه ورنه کړي، چې د ټرمپ او د هغه د متحدینو ارمانونه پوره کړي. نوموړي زیاته کړې، د ایران ولس باید دوښمن وپېژني او د بهرنیو هېوادونو له تبليغاتو څخه متأثره نه شي.
د اروپایي ټولنې په ګډون یو شمېر هېوادونو له لاریونوالو سره خواخوږي ښودلې او د ایران له حکومته یې غوښتي چې لاریونوال ونه ځپي. د برېتانیا، جرمني او فرانسې مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دوی، د ایراني امنیتي ځواکونو لخوا د زورزیاتي رپوټونو سخت اندېښمن کړي او د معترضینو وژنه په کلکه غندي. د اروپايي ټولنې عالي استازي د دې ټولنې په استازیتوب د ایران د خلکو له احتجاجونو سره خپل پیوستون اعلان کړی. په دې هکله یوه بیان کې راغلي: ”اروپايي ټولنه له هغو خلکو سره خپل پیوستون څرګندوي چې په ایران کې د ښه ژوند، ازادۍ او انساني کرامت لپاره خپل مشروع ارمانونه څرګندوي.” اروپايي ټولنې ویلي: ”موږ د وژنو راپورونه له نږدې او په ژورې اندېښنې سره څارو او د امنیتي ځواکونو له لوري د مظاهره کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي کارول، خپلسري نیونې او د وېرولو تاکتیکونه غندو.” دې اروپایي ارګان همدارنګه د ټولو هغو کسانو د بېرته خوشي کېدو غوښتنه کړې چې د لاریونونو په ترڅ کې نیول شوي دي. اروپايي ټولنې د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو غوښتي چې « ایران دې نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي او د بیان ازادي، د ټولنې جوړولو او د سولهییزو غونډو حقونه دې په بشپړه توګه رعایت کړي».
اوس اصلي پوښتنه دا ده چې ولې امریکا او په ځانګړي ډول د ډونالډ ټرمپ اداره د معترضینو معنوي او مالي ملاتړ ته ټټر ډبولی او دې اعتراضونو کې د امریکا د مستقیمې مداخلې ګټه څه ده؟
د امریکا او ایران ترمنځ کشمکشونه نوي نه دي او نه هم یوازې د ډونالډ ټرمپ په بیا واکمنۍ دغو شخړو کې زیاتوالی راغلی دی؛ بلکې ویلای شو چې د امریکا او د ایران له شخړو شاوخوا ۴ لسیزې تېرېږي او دې ټکر له ۱۹۷۹زېږدیز یا د اسلامي انقلاب وروسته شدت موندلی دی. ددغو شخړو تر شا څو پټ او ډېر مهم عوامل شته چې لومړی یې اټومي او پوځي ځواک دی. واشنګټن هېڅکله نه غواړي چې تهران دې د اټومي ځواک څښتن او بیا دې په سیمه کې د امریکا متحدین یا ګټې وګواښي. بل ستر دلیل د ایران نفت او ذخایر دي. ایران د نړۍ له سترو د تېلو او ګازو لرونکو هېوادونو څخه دی. امریکا غواړي د نړۍ پر نفتو او انرژۍ خپل نفوذ وساتي، بیې یې کنټرول کړي او په مټ یې خپلې او د متحدینو ګټې وساتي؛ خو برعکس تهران غواړي چې خپله شتمني د چا له فلتر او لاسوهنې پرته په ازاد بازار کې وپلوري او غټه ګټه ترلاسه کړي. واشنګټن ځکه نه غواړي چې د ایران د نفتو استخراج او پلور په ازادانه ډول ترسره شي چې دې سره به د انرژۍ د نړیوال بازار معادله بدله او امریکا به اقتصادي زیانمنه شي. د ایران تړلی مالي سیسټم یو بل هغه ستر خنډ دی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ یې شخړې زیاتې کړي دي. امریکا د ایران مرکزي بانک (Central Bank of Iran) له نړیوال مالي سیستم څخه پرې کړی دی. همدا دلیل دی چې تهران نړیوالې ازادې راکړې ورکړې ته لاسرسی نه لري. که هر هېواد هڅه وکړي چې له ایران سره سوداګریزو معاملو ته زړه ښه کړي، نو د امریکا له خوا له بندیزونو سره مخیږي. ایران هڅه کوي چې له روسیې او چین سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخه او راکړه ورکړه کې له سیمه ییزو اسعارو ګټه واخلي، خو امریکا نه غواړي د ډالرو راج دې راټیټ شي. د هرمز تنګی او سیمه کې نیابتي ډلې؛ بل هغه ګواښ دی چې واشنګټن ترې سر ټکوي او ایران یې د امریکا او متحدینو پر وړاندې د وسلې په توګه کاروي. د نړۍ د شاوخوا ۲۰ سلنه نفتو د تګ راتګ لاره هرمز تنګی دی، چې ایران کله ناکله پرې خپل رقیبان ځپي. همداشان واشنګټن تور پورې کوي چې ایران په سیمه کې خپلې وسلوالې ډلې او ملېشي لري چې په سیده ډول د امریکا او د متحدانو ګټې له خطر سره مخوي.
ایران کې د روانې کشالې په تړاو د چارو پوهان بېلابېل اندونه لري. د چارو شنونکی او ژورنالېست سمیع یوسفزي په خپل اېکس په یوه تبصره کې لیکلي، منځني ختیځ هېوادونو کې د نظامونو له سقوط سره بې ثباتې زېږول کیږي او کله کله دا بې ثباتي په کورني اړدوړ هم بدلیږي. نوموړی یې بېلګې عراق، لیبیا، افغانستان، سوریه او یمن هېوادونه ورکوي. یوسفزی اټکل کوي چې که د ایران اوسنی نظام سقوط شي، نو له ورته برخلیک سره به مخ شي. د چارو یو بل شنونکی لیکي چې د ایران د اوسني نظام له سقوط سره ښایي کردان، بلوڅان او نورې لویې پرګنې سر راپورته کړي او د خپلواکۍ اعلان وکړي. نوموړی زیاتوي، «د اسراییلو تېر تاریخ ته په کتو سره زما شخصي وړاندوینه داده چي که چېرې د ایران حکومت سقوط وکړ، نو اسراییل به د ایران د اسلحو ټولې زېرمې داسي بمبارد کړي، لکه په سوریه کې چې یې د بشارالاسد تر تېښتې وروسته د سوریې ټول سلاکوټونه، نظامي طیارې او د وسلو زېرمې بمبارد او په مطلق ډول له منځه یوړلې. اسراییل به د ایران د وسلو هېڅ زېرمتون، د وسلو د جوړولو لابراتوارونه او ورکشاپونه پرېنږدي او ټول سیسټمونه به یې ورفلج کړي، ترڅو بیا په ایران کي داسې څوک پیدا نشي چې اسراییلو ته سرې سترګي ورښکاره کړي.» د خواله رسنیو د یوه کاروونکي په اند، د منځني ختیځ هېوادونه تر هغې په خپلو پښو ولاړ وي چې د امریکا ګټې ورسره خوندي وي. « څوک چې د منځني ختیځ پیښې څاري، هغوی پوهیږي، چې په منځني ختیځ کې دولتونه یوازې د خپلو مټو پر زور نه درېږي، بلکې د امریکا لخوا د امریکایي ګټو پر دیوال تکیه کړي ولاړ وي.» خو د یو شمېر نورو سیاسي او نړیوالو چارو د شنونکو پر باور د ایران د اوسني برخلیک په تړاو امریکا او اسراییل په یوه سلا نه دي. دوی وایي چې امریکا هېڅکله نه غواړي د ایران اوسنی نظام چپه شي. د دوی په قول، دا لاریونونه هم د ایران اوسني حکومت ته سخته ګوتځنډنه او خبرتیا ده. د دوی په قول، امریکا غواړي د سیمې توازن وساتي او دا توازن د ایران په اوسني نظام ساتل کیږي. د دوی په اند، که د ایران اوسنی حکومت وشړیږي، بیا به اسراییل سیمه کې د یوه بېمهاره حیوان په څېر راپورته شي.
#امیدراډيو

