ډېر لوستل شوي

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲٫۵ میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د ۲٫۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې شوې دي.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې دې غونډې ته ۳۳ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له بحث وروسته ۲۱ پروژې منظورې او په ۷ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په منظورشویو او تعدیل‌شویو پروژو کې د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست ولایتونو د هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکنرونو اخیستل، له ګردیز څخه تر خوست پورې د عمومي سړک ترمیم، د غزني او فراه ولایتونو لپاره د امنیه قوماندانیو د ودانیو جوړول شامل دي.
اقتصادي معاونیت همداراز لیکلي: “په دغو پروژو کې د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د اوبو لګولو د تفصیلي ډیزاین او امکان سنجۍ مطالعات، د سرپل ولایت د سانچارک، سوزما قلعه او ګوسفندي ولسوالیو ته د برېښنا رسونې، د کندوز ولایت په قلعه ذال، د هلمند ولایت په ګرشک، د پروان ولایت په شینوارو، د فراه ولایت په پرچمن، د خوست ولایت په لکڼ، د تخار ولایت په ورسج، د کاپیسا ولایت په آله سای، د کابل ولایت په شکردرې او د بدخشان ولایت په درایم ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او همدارنګه په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع یوشمېر پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.”

اړوند خبرونه