د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ويلي، چې د کیوبا اقتصاد له سخت ناورین سره مخ دی او حکومت به يې ډېر ژر نسکور شي.
د ټرمپ په خبره، وينزویلا چې تر دې وړاندې یې کیوبا ته تېل او مالي مرستې برابرولې، اوس دغه ملاتړ درولی، چې له امله یې د کیوبا اقتصادي وضعیت نور هم خراب شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د وينزویلا د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو تر نیول کېدو وروسته، د ټرمپ اداره پر کیوبا د فشارونو د زیاتولو لپاره چمتووالی نیسي.
بلخوا، والسټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې د ټرمپ حکومت د کیوبا د نظام د بدلون لپاره پر بېلابېلو لارو غور کوي، خو تر دې دمه یې کوم عملي پلان نهدی اعلان کړی.
ټرمپ تر دې وړاندې هم پر کیوبا ورته خبرداري ورکړي و، خو د دغه هېواد مشرانو دغه ګواښونه رد کړي او ټینګار یې کړی، چې کیوبا به له خپلې خپلواکۍ او ملي حاکمیت څخه دفاع ته دوام ورکړي.

