د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، چې د پاکستان، هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو د کړکېچ د حل لپاره د منځګړي رول لوبولو اراده نه لري، خو که له دې هېواده د مرستې غوښتنه وشي، هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
هندي رسنيو د روسيې په کلنۍ غونډه کې د لاوروف په حواله ويلي، چې اسلاماباد دې خپلې ستونزې د ۱۹۷۲ د شمله او ۱۹۹۹ د لاهور اعلامیو په رڼا کې په دوه اړخیز ډول حل کړي.
د یادونې ده، چې پاکستان سره ورځ تر بلې د هېوادونو اړیکې د پیکه کېدو خواته ځي، چې اوس مهال افغانستان او هند له اسلام اباد سره بې سارې سړې اړیکې لري.

