ډېر لوستل شوي

د کډوالو چارو وزیر له «عرفات جمال» سره د راستنو شویو لپاره د مرستو چمتو کولو په اړه غږېدلی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له استازي، عرفات جمال سره په کتنه کې د راستنېدونکو کډوالو اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې راستنو شویو افغانانو ته د اړینو مرستو رسولو او په کاري ساحه کې د خنډونو لرې کولو په اړه خبرې بحث شوی دی.

سرچینې د عرفات جمال له قوله لیکلي چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوې دي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.

د نوموړي په وینا، هڅه کوي چې د افغان راستنو شویو د لاسنیوي لپاره اړینې مرستې راجلب او بدیلې لارې ولټوي.

بلخوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر ویلي چې د ژمي په راتګ سره د اسلامي امارت لخوا راستنو شویو ته پر خوراکي توکو سربېره د نقدي مرستې لړۍ پیل شوې، خو ټینګار یې کړی چې نړیوال باید بشري مرستې پر سیاسي مسایلو پورې ونه تړي.

د یادولو ده چې روان کال له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري رالېږل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي.

اړوند خبرونه