د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست وایي چې د روان کال له پیله تر اوسه په پلازمېنه، کابل او ولایتونو کې ۷۸۷ زره ۷۵۰ پاسپورټونه وېشل شوي دي.
د دغه ریاست ویاند، قاري عمري لوګري امید راډیو ته ویلي چې په دې کې تمدید شوي پاسپورټونه او بهرني اقامه لرونکو هیوادوالو ته صادر شوي پاسپورټونه هم شامل دي.
د نوموړي په وینا چې اوسمهال هره ورځ له ۲ زرو څخه زیاتو پاسپورټ غوښتونکو چارې په منظم او شفاف ډول ترسره کېږي. سرچینې لیکلي، د پاسپورټ لوی ریاست د خدمتونو د ښهوالي لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي چې پکې د انلاین غوښتنلیکونو تنظیم، په کابل کې د یو شمېر څانګو پرانیستل، د الکترونیکي تذکرو سره د بایومتریک سیستم نښلول، د افغانستان بانک او د کاغذي تذکرو د تایید څانګې، د پاسپورټونو تر کور او کار ځای پورې وېش، د شکایتونو ځانګړې شمېره، او د اداري او تخنیکي تجهیزاتو زیاتوالی شامل دي.

