ډېر لوستل شوي

د ایران–ترکیې پر پوله بند پاتې ۱۴ افغانان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي

افغاني سرې مياشتې ټولنې خبر ورکړی، چې د ایران او ترکیې پر سرحدي سيمو کې په واوره کې بند پاتې ۱۴ افغان هېوادوال د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.

د يادې ټولنې عمومي رييس شیخ شهاب‌الدین دلاور له لوري د ناروغانو د روغتیايي وضعیت تر ارزونې وروسته، پنځه تنه د وزیر محمد اکبر خان روغتون، پنځه تنه د ځانګړو ځواکونو روغتون او څلور تنه د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون کې بستر شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رييس اړوند مسوولينو ته لارښوونه کړې، چې د دغو هېوادوالو درملنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د همدې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، چې له هر ناروغ سره لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

اړوند خبرونه