ډېر لوستل شوي

هند افغانستان ته د«Td» واکسین ۱۳۱ کارټنه مرسته سپارلې

هند د خپلو بشري مرستو او روغتیايي همکاریو په دوام د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته د «ټي‌‌ډي» (Td) واکسین ۱۳۱ کارټنه سپارلي دي.

ياد وزارت وايي، دا واکسین د دیفتري او کزاز له ګډ ترکیب څخه جوړ شوی، چې هر ویال یې ۱۰ دوزه لري.

د واکسین د تولید نېټه ۲۰۲۵م کال د اګست میاشت او د پای نېټه یې د ۲۰۲۸م کال د جولای میاشت ښودل شوې ده.

همداراز په هر کارتن کې ۷۶۸ دوزه واکسین شامل دي، چې د وقایوي واکسیناسیون د پیاوړتیا او روغتیايي خدمتونو د ښه‌والي لپاره به وکارول شي.

د یادونې وړ ده، چې هند څو اوونۍ وړاندې هم افغانستان ته نږدې ۹.۵ ټنه د سرطان ضد درملو مرسته کړې وه او د عامې روغتیا وزارت ته یې سپارلې وې.

اړوند خبرونه