د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې حکومت یې په قطر کې د هغه پنډغالي د تړلو په هڅه کې دی چې له کلونو راهيسې امريکا ته د تګ منتظر افغانان پکې اوسيږي.
ویل کیږي چې دوی ته به د امریکا د تګ په بدل کې نغدې پیسې وړکړل شي.
ورته مهال، اسلام اباد ګواښ کړی چې هغه شل زره افغان کډوال به له هېواده باسي، چې بهرنیو هېوادونو ته په تمې دې هېواد کې اوسیږي.
یاده دې شي امریکا د افغانانو په ګډون د یو شمېر هېوادونو پر کډوالو وګړو بندیز لګولی. ډونالډ ټرمپ په نړۍ کې د کډوالۍ له سختو منتقدینو بلل کیږي.

