د امید علمي او کلتوري مجتمع رییس مولوي محمد اقا مسلم وايي، چې د دې مجتمع بنسټيزه موخه د استعدادونو موندل او وده ورکول دي.
د اميد راډيو خبريال د «امید علمي او کلتوري مجتمع» د چاپي اثارو د مخکتنې ناسته کې د ښاغلي مسلم په حواله ویلي، چې یاده مجتمع زدهکوونکو ته په ساینسي، عصري او دیني علومو کې روزنه ورکوي او د خویندو لپاره هم د دیني زدهکړو ځانګړی مرکز لري.
د «امید علمي او کلتوري مجتمع» رييس څرګنده کړې، چې شاوخوا ۲۰۰ خویندو ته يې د حرفوي زدهکړو په برخه کې فرصتونه برابر کړي او دغه راز دا مجتمع یو خصوصي ښوونځی لري چې زدهکوونکو ته له ملي او نړیوالو معیارونو سره برابر غوره روزنه وړاندې کوي.
د نوموړي په وينا، دې مجتمع په تحقیق، څېړنه او فرهنګي برخو کې هم پراخ فعالیتونه ترسره کړي دي.
مولوي محمد اقا مسلم زياته کړې، د مجتمع له لوري ۱۲ آثار تازه چاپ شوي چې دا د هغوی لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده.
په دې چاپ شويو اثارو کې د فقه، تاریخ، فکري او عقیدوي موضوعات او د ماشومانو د روزنې اړوند بحثونه شامل دي. مسلم همدارنګه ټینګار کړی چې دوی به خپلو علمي او فرهنګي هڅو ته دوام ورکړي.

