ډېر لوستل شوي

د کابل پوهنتون استاد: پر حقایقو ولاړه لیکوالي راتلونکو نسلونو ته سترې ګټې رسولی شي

د کابل پوهنتون استاد ضیاء الاسلام شیرانی وايي، د اسلام په مبارک دین کې لیک او لوست ته ځانګړی ارزښت ورکړل شوی او په ټولنه کې پر حقایقو ولاړه لیکوالي راتلونکو نسلونو ته سترې ګټې رسولی شي.

د اميد راډيو خبريال د «امید علمي او کلتوري مجتمع» د چاپي اثارو د مخکتنې ناسته کې د ښاغلي شيراني په حواله ، لیکوالي د فرهنګ مهمه برخه بللې او زياته کړې يې ده، هر لوستي کس ته په کار ده چې د مطالعې ترڅنګ لیکوالي هم ترسره کړي.

 نوموړي ټينګار کړی، چې مطالعه او لیکوالي باید د انسان د ژوند نه بېلېدونکې برخه وګرځي.

استاد شیراني همداراز د «امید علمي او کلتوري مجتمع» له مسوولینو مننه کړې چې د علمي او فرهنګي فعالیتونو، په ځانګړې توګه د لیک او لوست د ودې برخې ته یې پام‌لرنه کړې ده.

اړوند خبرونه