د کابل والي، ملا امینالله عبید د اوزبیکستان هېواد د سیر دریا له والي «ایرکین جان توردیموف» په مشرۍ راغلي پلاوي او د یاد هېواد له سفیر «اویبیک عارف عثمانوف» سره کتلي دي.
د کابل ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې له اوزبیکستان سره د افغانستان پر مذهبي، تاریخي، کلتوري او اقتصادي اړیکې خبرې شوې، او د کابل والي ویلي چې د سوداګرو لپاره دې په اوزبیکستان کې اسانتیاوې برابرې شي.
په خبرپاڼه کې د ملا امینالله عبید له قوله راغلي چې اوسمهال په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمېدو سره د پانګونې او سوداګرۍ لپاره مناسب شرایط رامنځته شوي دي.
بلخوا اوزبیکستاني لوري په کابل کې وروستیو پرمختګونو ته اشاره کړې او په وینا یې چې افغانستان نوي پړاو ته داخل شوی دی.

